افغانستانخبرونه

د امریکا سفارت: د افغان نجونو پر مخ د زده کړو بندیز، کم عمرۍ کې د ودولو شمېر ۲۵ سلنه لوړ کړی

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت اندېښنه ښودلو چې د افغان جونو پر مخ د زده کړو بندیز په کم عمر کې د نجونو ودولو کې ۲۵ سلنه زیلتوالی راوستی دی.
دغه سفارت چې د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي وايي، د دوی پلټنې او شمېرې څرګندوي چې په تېرو درېیو کلونو کې ۲۵ سلنه نجونې له ۱۸ په کم عمر کې واده شوې دي.
سفارت زیاته کړې چې ۹ سلنه څخه زیاتې نجونې له ۱۵ کلنۍ هم په کم عمر پرته له خپلې خوښې واده شوي دي.
د امریکا سفارت وايي، دا چاره به د دې سبب شي چې یادې نجونې به د اوږدو کلونو لپاره له کړاو سره مخ وي.