د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې ۱۵۸ هېوادونو په غزه کې د غير مشروط اوربند پرېکړه وکړه او دغه راز يې غزې ته د مرستو د لېږد لپاره هم رایه ورکړه.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په پرونۍ غونډه کې چې د غزې او د منځني ختيځ موضوع ته ځانګړې شوې وه، د ۱۹۳ هېوادونو استازو رایه ورکړه چې ۱۵۸ رايې په غزه کې د غیر مشروط اوربند پرېکړې ته رایه وه او د امریکا په ګډون يو شمېر هېوادونو د جګړې دوام ته رایه ورکړه.
دغه راز په پرونۍ غونډه کې په غزه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې انروا د مرستو د دوام لپاره هم رایه اچوونه وشوه چې د ۱۵۹ رايوو څخه ۹۹ رایې مثبتبې وې.
په دغه غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې اسرائیلي ځواکونه به د بشري مرستو او بشري حقونو نړۍوالو اصولو ته پابندي کوي او غزه کې به د مرستو وېش چارې له خنډ سره نه مخ کوي.
بلخوا تازه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرون يو ځل بیا په غزه کې د جګړې د دوام اعلان وکړ.
د يادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له پيله تر اوسه په غزه کې ۴۴زره او ۸۰۵ فلسطیني وګړي وژل شوي او ۱۰۶زره او ۲۵۷ نور ټپيان دي.
دغه راز د دغې جګړې له امله زرګونه کورنۍ کډوالې شوې هم دي.