افغانستانخبرونه

په هرات کې د کانونو طالب رییس د فساد په تور له دندې ګوښه شوی

د هرات د کانونو او پټروليم رياست لپاره د طالبانو رييس مولوي فضل احمد خاموش د فساد په تور له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

نوموړي له دندې ناوړه استفاده کړې؛ په قراردادونو او نظارت کې پرې د مالي فساد او خپلوۍ پاللو تور دی.

پر ټولنيزو شبکو طالب فعالانو هم د فساد په تور د نوموړي ګوښه کېدل تائيد کړي.

په دولتي بنسټونو کې د طالب چارواکو د فساد تورونه په وروستیو کې ډېر شوي او تازه تازه خبرونه دا دي چې د هلمند ولایت د عامې روغتیا طالب رییس او د لښکرګاه ښاروال هم په فساد ککړ ګوښه کړل شي.