د پاکستان حکومت وايي په تېرو لسو میاشتو کې، په خیبرپښتونخوا او د هغه هیواد په نورو سیمو کې ټولټال ۱۵۶۶ وسله والې پېښې شوي چې له امله یې ۹۲۴ تنه وژل شوي او ۲۱۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي په وژل شویو کسانو کې ۵۷۳ نظامیان هم دي او پر دې سربېره ۳۵۳ نور ټپیان شوي او همدارنګه ۳۵۱ ملکي کسان وژل شوي او ۷۶۸ نور ټپیان شوي دي.
شمېرې ښيي چې د بریدونو له دې جملې ۹۴۸ پېښې خیبرپښتونخوا کې، ۵۳۲ پېښې بلوچستان کې، ۲۴ پېښې سندهـ کې، ۱۰ پېښې پنجاب کې او ۲ پېښې اسلام آباد کې شوې دي.
بل خوا ادعا کېږي چې د پاکستان حکومت په تېرو لسو میاشتو کې ۲۸۰۱ عملیات کړي چې په کې ۳۴۱ مخالف وسله وال وژل شوي دي.
خو د پاکستاني طالبانو له خوا ويل شوي چې د پاکستان د حکومت له خوا د وژل شويو پوځيانو ارقام په لسګونه ځله تر هغو کم ښودل شوي، ځومره چې يوازې د دوی په بريدونو کې له منځه وړل شوي.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د زیاتره وسله والو بریدونو مسوولت پاکستاني طالبان، بلوڅ آزادي بښونکی ځواک او کله ناکله داعش ډله اخلي.