په غزني کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو نارینهوو مړي موندل شوي دي.
سرچینو پنجشنبه د لیندۍ پر ۲۲مه ویلی چې دا جسدونه د غزني ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.
سرچینو زیاته کړې چې د دغه کسانو د وژل کېدو څرنګوالی او هویت روښانه نه دی.
په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دغسې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي چې شنونکي دا ډول کړنې د طالبانو او ځینو سیمه ییزه خلکو د غچ اخیستنې پېښې بولي او تړاو یې په امنیتي برخه کې د طالبانو ناغېړي او فساد بلل کېږي.