د قومي مشرانو په منځګړتوب د شمالي وزيرستان له شوال سيمې څخه پاکستاني ځواکونه ووتل.
ځايي خلک وايي، قومي مشرانو هغوی ته ډاډ ورکړی، چې دوی طالبانو ته هم دغلته د فعالیت اجازه نه ورکوي او دوی به هم بېرته سيمې ته نه ګرځي.
دغه اقدام د پښتون قومي عدالت جرګې د هغې پرېکړې په لړ کې کېږي، چې په دوو مياشتو کې يې له هغو سيمو څخه چې د پوځ او طالبانو ترمنځ پکې اخ و ډب جوړ و، دواړو لوریو ته د وتلو خبرداری ورکړی و.