کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
قزاقستاني چارواکو په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پراختيا ته چمتووالی ښودلی دی.
د قزاقستان د ټرانسپورت وزارت مرستيال ماکسات کالياقپاروف ویلي، د دغه هیواد داخلي شرکټونه لېوالتیا لري چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ لپاره ريل ګاډي او د اړتيا وړ ځيني نور توکي چمتو کړي.
هغه دغه څرګندونې د “ټرانسپورټ او لوجستیک بازار” په نړيواله غونډه کې د وینا پرمهال له رسنیو سره کړي دي.
نوموړي زیاته کړې په افغانستان کې د اوسپنې پټلې په برخه کې نړیواله پانګونه د اوسپنې پټلې له پراختیا سره مرسته کوي او دا پراختیا به د سیمه ییزې پراختیا او اقتصادي غوړېدو لامل شي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې ترکیې، چین، او ایران هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې وه.