افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې د طالبانو له خوا زده کوونکو ته د سپينې خولۍ په سر کولو او ږيرې پرېښودو امر شوی دی

کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو پوهنې ریاست زده‌کوونکو ته ویلي چې سپینې خولۍ پر سر کړي او ږیرې پرېږدي.

سرچینو چهارشنبه رسنیو ته ویلي چې په دې تړاو په ننګرهار کې د طالبانو پوهنې ریاست ټولو ښوونځيو ته مکتوب استولی دی.

د سرچینو په خبره، زده‌کوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې که له دغه امره سرغړونه وکړي، له ښوونځيو به وشړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ډېری ښوونځي د زده کوونکو د ټولګيو لپاره سرپناه، د ناستې لپاره درۍ، د درس لپاره کتابونه او تختې نه لري.