افغانستانخبرونه

فاریاب کې ښځه او خاوند وژل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې یوه ښځه او خاوند په ډزو وژل شوي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدي وايي، دغه پېښه تیره ورځ د یاد ولایت قیصار ولسوالۍ په رحمت اباد بېشبله کلي کې رامنځته شوې.

د نوموړي په وینا، وژل شوی کس عبدالله نومیږي، چې ورسره یې ۲۵ کلنه میرمن حلیمه هم په ډزو وژل شوې ده.

هغه وایي، د یادې پېښې قاتل معاذالله نومیږي، چې له قضیې وروسته د تېښتې پر مهال نیول شوی دی.

په هېواد کې د طالبانو له حاکميت وروسته په تدريجي توګه د خپلسريو او مرموزو وژنې ورځ تر بلې ډېرېږي چې شنونکي يې د خلکو قضاياوو ته د طالب چارواکو نه پاملرنه او بې باکي ګڼي.