خبرونهنړۍ

له سعودي را ډیپورټ شوی پاکستانی سوالګر، بېرته سعودي ته د تګ پر مهال نیول شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان په کراچۍ هوايي ډګر کې د سعودي عربستان څخه ډیپورټ شوی سوالګر یو ځل بیا د کار په ویزه سعودي ته د تګ پر مهال نیول شوی.

د کراچۍ هوایي ډګر د امیګرېشن چارواکو ویلي: دغه کس الهاندو پنهور نومیږي، چې د کار په ویزه یې بیا غوښتل جدې ته ولاړ شي، خو د تګ پر مهال یې نوم په تور لیست کې وموندل شو.

د معلوماتو له مخې، نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د عمرې په ویزې په موخه سعودي ته تللی وو، چې هلته یې سوالګري کوله.

نوموړی د سعودي پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته د ۲۰۲۳م کال په جون کې پاکستان ته استول شوی وو.

مسافر تر نیول کیدو وروسته ویلي، د سعودي ټکټ او ویزه یې په ۲۴۰ زره پاکستانۍ کلدارو اخیستې وه.