د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد میرمن اسما الاسد محکمې ته تللې، ترڅو له خپل خاوند څخه طلاق واخلي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، له څو ورځو راهیسې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د مېرمنې اسماء الاسد په اړه خبرونه خپرېږي، چې په کې له ګوښه شوي ولسمشر څخه د جلا کیږي او غواړي لندن ته ستنه شي.
رپوټونو کې ویل شوي چې اسماء الاسد د روسیې په پلازمېنه مسکو کې له ژونده ناخوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د مور په مرسته به بېرته لندن ته ستانه شي.
دوی په انګلستان کې د قانون له یوې معتبرې ادارې سره د دې موضوع په اړه خبري پیل کړي، د اسماء د لیوکیمیا ناروغۍ له امله په مسکو کې د هغې ژوند نا ممکنه دی.
دغه ادارې رسماٌ د روسیې په کورنۍ محکمه کې له بشارالاسد څخه د اسماء د طلاق غوښتنه کړې، ترڅو هغه له مسکو څخه ووځي.