د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په ۱۱ ولایتونو کې یې د ماشومانو ګوزڼ/پوليو ضد واکسین درې ورځني فرعي کمپاین پيل کړ .
د دغه وزارت مسوولین وايي، د ياد کمپاين پرمهال به ۴،۸ میلیون ماشومان واکسین شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یو بیان کې ويلي چې یاد کمپاین نن پیل شو او درې ورځې به دوام وکړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې دغه کمپاین کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز ولایتونو کې ترسره کېږي.
پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندق یا يونیسف تر چتر لاندې له پوليو څخه د خلاص افغانستان ادارې په دغو ولايتونو کې له کورنيو غوښتي وو چې خپلو ماشومانو ته دې واکسین وکړي او په دغه کمپاین کې دې برخه واخلي.