کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د ریل پټلۍ له لارې تیره میاشت ۴۵۲ زره او ۱۳۳ مټریک ټنه سوداګریز توکې لیږدول شوي دي.
د یاد وزارت ویاند ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، یاد توکې د حیرتان، اقینې، تورغنډۍ او هرات خواف بندرونو له لارې صادر او وارد شوي دي.
هغه پخپل ایکس پاڼه یادې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت له بحران سره مخ کېدونکی بللی و.