کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) په ایران کې د بس او سون توکو یوه ټانکر د جنګیدو پېښه کې ۹ تنه مړه شوي.
د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت د سرې میاشتې ټولنې مشر محمد مهدي وایي، دغه پېښه زاهدان ته نږدې شوې، چې د ۹ تنو د مړینې ترڅنګ په کې ۱۳ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
دوه ورځې وړاندې هم د دغه هېواد په لرستان ولایت کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله لس تنه مړه شوي و.