کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د ترکیې هېواد څخه رسنۍ وایي، د دغه هېواد د بالکسیر ولایت په کرسۍ سیمه کې د چاودیدونکو توکو په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي.
د را پورونو له مخې؛ دغه فابریکه په ۲۰۱۴ کال کې د سپکو وسلو د مهماتو د تولید په موخه تاسیس شوې وه او د ترکیې په لویدیځ کې موقعیت لري.
تر اوسه د دغه چاودنې لامل ندی روښانه شوی، خو د ټپیانو وضعیت هم د اندېښنې وړ ښودل شوی.