افغانستانخبرونه

د پاکستان ځانګړي استازي د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سره ولیدل

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴يمه – ۱۴۰۳ لمريز) 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو د کورنيو چارو له وزیر سره لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې سراج الدین حقاني ویلي، اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق‌ او ورسره پلاوی تېر ماښام کابل ته راغی. هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره به بېلابېلې غونډې ولري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري زیاته او اړیکې لا پیاوړې شي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني له محمدصادق‌ سره کتلي او دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو خبري کړې دي.

محمد صادق ویلي: «موږ ژمن یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.»

د کورنيو چارو وزارت ليکي، د یاد وزارت سرپرست د دواړو ګاونډیو ولسونو د دیني، کلتوري او تاریخي مشترکاتو یادونه وکړه.