خبرونهنړۍ

په غزې کې د اسرائیلو په حملو کې ۴۹ نور فلسطینیان وژل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د فلسطین روغتیا وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د غزې پر مختلفو سیمو د اسرائیلي ځواکونو په حملو کې د سه شنبې له سهار څخه تر تیرې شپې پورې لږ تر لږه ۴۹ ملکیان وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ پرون یو ځل بیا د غزې بېلابېلې سیمې په نښه کړې.

د دې پر بنسټ، د غزې په شمال کې د جبالیا کډوالو پر کمپ د بمبارۍ له امله، لږ تر لږه ۸ تنه ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د غزې په مرکز کې پر المواصي سیمې په برید کې چې د اسرائیلو له خوا یوه محفوظه سیمه اعلان شوې ده، یوشمېر ملکیان وژل شوي، چې په منځ کې د څلورو ماشومانو نومونه هم لیدل کېږي.

د فلسطین وفا خبري آژانس هم د غزې ښار په ختیځ کې د طوفاح او شقف پر سیمو په بمبارۍ کې د ۸ ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په غزې کې د زيتون په سيمه کې د اسرائیلو د پوځ په برید کې هم ۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي، دغه راز د بوریج د مهاجرينو پر کمپ د بمبارۍ له امله دوه تنه فلسطينيان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شول.

په دغو وژل شویو او ټپیانو سره، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵ زره ۸۸۵ او د ټپیانو شمېر ۱۰۹ زره ۱۹۶ ته رسېدلی دی.