کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د سرپل سیمه ییز چارواکي وایې چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۳ ښوونځیو او د نورو تعلیمي بنسټونو ودانۍ بیا رغول شوې دي.
د دغه ولایت لپاره طالب ویاند حبیب الله مسرور وایې، د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ ۱۴ ښوونځي او تعلیمي بنسټونه او د همکارو موسسو په مرسته د ۱۲۵ زره ۵۹۸ ډالرو په لګښت ۹ نور ښوونځي رغول شوي او ورسره د ۲ میلیونه ۷۶ زره افغانیو په لګښت ۱۵ ښوونځیو ته باغچې جوړې شوې دي.
د هغه په وینا یاد ښوونځيو د تېرو جګړو پرمهال تخریب شوي و.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم په سرپل کې زیاتره دولتي ښوونځي ودانۍ نه لري، چې له کبله یې زده کوونکي یې له ستونزو سره مخ وي.