کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پکتیکا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې چې په تېر یو کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په بېلابېلو برخو کې ۴۵۰ لوېې او کوچنی پروژې بشپړې شوې دي.
د پکتيکا لپاره د طالبانو مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت خبریالانو ته د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي، چې د مرکز ښرنې په ګډون بېلابېلو ولسواليو کې د روغتيا، پوهنې، مخابراتو، سړک جوړونې او د اوبو بندونو جوړولو او نورو برخو کې ۴۵۰ پروژې بشپړې شوې چې شاوخوا دوه نيم ميليارده افغانی لګښت پرې راغلی دی.
هغه دغهراز وويل چې شاوخوا ۵۰۰ ميليونه افغانۍ په نغدي ډول د بېلابېلو پېښو پر زيانمنو او معلولانو وېشل شوي دي.
خو په ورته مهال د پکتیکا ځایي اوسېدونکي وایې، څه ډول چې لازمه ده په دغه ولایت کې د پوهنې، روغتیا او د بیارغونې برخه کې بنسټيز کار نه دی شوی.