کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په کابل کې د چین سفیر مرستیال د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.
د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د چین سفیر د مرستیال باو جوهي له قوله ویل شوي، چې هیواد به یې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
جوهي زياته کړې چې د خپل هېواد سوداګر به دې ته وهڅوي څو په افغانستان کې ډېره پانګونه وکړي.
خبرپاڼې زیاته کړې په دې لیدنه کې ستانکزي د طالبانو او چین ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی.
که څه هم د چین په ګډون هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني خو له تېرو څو کلونو راهیسې یې له طالبانو سره اړېکې پاللي دي.