افغانستانخبرونه

په میدان وردګ کې ۵۷ نوې لرغونې سېمې تاريخي ابدې ثبت شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې ۵۷ نوې لرغونې سیمې او ابدې ثبت او راجستر کړې دي.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو رئیس مولوي حبیب‌الله مجاهد ویلي، په يادو ثبت شویو تاريخي ابدو کې مهم زيارتونه، لويې کلاوې، جوماتونه او د کاشانيانو د وخت استوپې شاملې دي چې سلګونه کاله تاريخي مخينه لري.

د نوموړي د مالوماتو له مخې  دغه تاريخي آبدې د ميدان وردګ ولايت په نرخ، جلرېز، سیدآباد ، دايميرداد ، چک او جغتو ولسواليو کې موقعيت لري.

 خو بلخوا یو شمیر فرهنګي فعالان وایې چې لاهم په دغه ولایت کې تاریخي سیمې او ابدې د نه پاملرنې له امله د تخریب له ګواښ سره مخ دي.