کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په بلخ ولايت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست مسوولان وايي، دغه ولايت کې يې په روان لمریز کال کې د شپږ جبري نکاح ګانو مخنيوی کړی دی.
د یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نکاح ګانې چې په زور سره ترسره کېدلې، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د امربالمعروف محتسبینو له لوري یې مخنيوی شوی.
له دې څه موده وړاندې هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت ويلي وو، چې ټول هېواد کې يې له ۵۰۰۰ څخه د ډېرو جبري نکاح ګانو مخه نیولې ده.