کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ترکیې هېواد بولو ولایت د کارتال قایا سکي بارۍ مرکز اړوند په یوه هوټل کې د اورلګیدو له امله لس تنه مړه او ۳۲ نور ټپيان شوي.
د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه اور تېره ورځ سهار په ځای وخت ۳ نیمې بجې لګیدلی، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زیانونه هم لري.
دغه وزارت وایي، د اور وژنې ترڅنګ د اورلګیدو د لامل په اړه اقدامات پیل شوي دي.