افغانستانخبرونه

یو افغان وګړي د ایران او ترکیې سرحد کې سړو له امله ساه ورکړې

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له امله د بې روزګارۍ کچې د زیاتوالې وروسته د ځوانانو له لورې په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته د تګ په دوام تازه یو افغان ځوان د ترکیې او ایران سرحد کې سختو سړو له امله ساه ورکړې.

د را پورونو له مخې دغه ځوان د بادغیس ولایت اوسیدونکی دی او غوښتل یې چې په قاچاقي لارو اروپا ته ځآن ورسوي، چې د سختې سړې هوا له امله یې خپل ژوند بایللی.

څو ورځې وړاندې هم د ترکیې او ایران په سرحد کې یو بل افغان ځوان د سختو سړو له امله مړ شوی وو.