خبرونهنړۍ

د مکسیکو وروسته د پاناما ولسمشر هم د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې پاناما به بېرته د امریکا برخه کړي، د دغه هېوادې ولسمشر د هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاناما ولسمشر خوزه راوول مولینو د ملګرو ملتونو امنیت شورا (UNSC) او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس ته لیک لیکلی دی.

مولینو په لیک کې د ملګرو ملتونو د منشور هغو مادو ته اشاره کړې چې د غړو هیوادونو پر “ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ” باندې د ګواښ یا د زور کارول منع کوي.

مولینو ادعا وکړه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګندونې د ملګرو ملتونو د منشور څخه سرغړونه ده او ټینګار یې وکړ چې داسې اعمال لکه ګواښ یا د زور کارول د ملګرو ملتونو د موخو خلاف دي.

تر دې وړاندې د مکسیکو ولسمشرې هم د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی و او زیاته یې کړې وه، نړۍ فقط خلیج مکسیکو پیژني او په کلکه به د خپلې خاروې څخه دفاع وکړي.

ټرمپ د ولسمشر په توګه د لوړې په مراسمو کې رسماٌ خلیج مکسیکو د خلیج امریکا په نوم اعلان کړه.