کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو سترې محکمې په جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په کندهار، پکتيکا او پروان ولايتونو کې يې درې کسان د لواطت او يو کس اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په جرم په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د کندهار په لوړ ميوند ولسوالۍ کې يو کس د لواطت په تور ۳۰ دورې وهلی او په يو کال بند يې محکوم کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز د پکتيکا په خيرکوټ او جانيخېل ولسواليو کې يو کس د لواطت په تور ۳۹ دورې وهلی او په شپږ کاله بند محکوم شوی او يو کس د ديني شعايرو او اسلامي ارزښتونو د سپکاوي په جرم ۲۰ دورې وهل شوی او په اته مياشتې بند محکوم شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې یې هم يو کس د لواطت په تور ۳۹ دورې وهل شوی او په درې کاله تنفيذي بند محکوم شوی دی.
طالبانو په دې وروستۍ اوونۍ کې یو ځل بیا په عام محضر کې په دورو د خلکو وهلو لړۍ چټکه کړې چې په کور دننه او بهر یې غبرګونونه راپارولي دي.