د طالبانو په واکمنۍ کې لومړنی لوړ پوړی ایرانی چارواکی افغانستان ته سفر کوي
کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي او د دغه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا احمد تکل په يوه پيغام کې ويلي چې په دې کتنه کې، دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو پر ليدنو، اقتصادي همکاريو او سيمه ايزو مسايلو خبرې اترې کړي دي.
تکل زیاته کړې، د ایران سفیر په دې کتنه کې ویلي چې، هېواد یې له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې عملي کار ته ژمن دی.
له دې سره ویل شوي چې بیگدلي په دغه کتنه کې د افغانستان د مسئلې په هکله په تهران کې له اړوندو ادارو سره د خپلو لیدنو جزئیات، هم بیان کړي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د مرستیال وياند د څرګندونو له مخې، اميرخان متقي هم په دې کتنه کې ټينګار کړی چې، دواړه خواوې بايد د دوه اړخيزو اړيکو د عملي پرمختګ لپاره زمينه برابره کړي.
متقي همدا راز له چابهار بندر څخه د ظرفیتونو د لوړولو او ګټه اخیستنې غوښتنه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو او ټولې سیمې د ګډو ګټو یوه ښه بېلګه بللې ده.
له دې لیدنې سره سم، په کابل کې د ایران سفارت په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي د سفر خبر ورکړی دی.
ایراني رسنیو هم د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې په دغه یو ورځني سفر کې چې پر دغه دندې له ټاکل کېدو وروسته کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر دی، د دواړو لورو پر دوه اړخیزو مسایلو او اندېښنو خبرې او بحث وشي.
دغه راز ویل شوي چې په دغه سفر کې به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره، د بېلابېلو وزارتونو استازي او یو اقتصادي او سوداګریز پلاوی هم مل وي.
ایران په تېرو درېیو کلونو کې له طالبانو سره د اقتصادي تعامل په ګډون، په مختلفو برخو کې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلي دي.
په دې موده کې د دواړو هېوادونو د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو پلاويو تګ راتګ هم زيات شوی دى.
له چابهار بندر څخه ګټه پورته کول او د دې بندر له لارې له آزادو اوبو سره د افغانستان د نښلولو زمینه برابرول او د هرات – خواف ریل پټلۍ، د دواړو هېوادونو تر منځ له مهمو ګډو اقتصادي همکاریو څخه دي.