خبرونهنړۍ

سعودي عربستان په امریکا کې ۶ سوه میلیارده ډالر پانګه کوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې د راتلونکي څلور کلونو په موده کې به په امریکا کې د خپلې سوداګرۍ او پانګې کچه ۶ سوه میلیارد ډالرو ته ورسوي.

په دغه اړیکه کې محمد بن سلمان ویلي، که امکانات تر لاسه کړي، په امریکا کې به د سوداګرۍ او پانګې به برخه کې تر دې هم زیاتوالی راولي.

په ورته وخت کې ټرمپ د سعودي عربستان له همکارۍ قدرداني کړې او ژمنه یې کړې، چې لومړنی رسمي سفر به دغه هېواد ته ترسره کړي.