افغانستانخبرونه

کاپیسا کې د طالبانو په لېوا برید شوی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کاپیسا کې ځایي سرچینې وایې چې د غه ولایت په پُل صياد سيمه کې تېره شپه د طالبانو په لېوا بريد شوی دی.

سرچینې زیاته کړې د لېوا په داخل او نږدې سیمو کې دوه طرفه د ډزو غږونه اورېدل شوي.

سرچینېد پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالي او تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې  دغه جګړې یو ساعت دوام کړی دی.

تراوسه طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څه موده وړاندې د مقاومت جبهې د کابل پر هوایي ډګر او دغه راز د طالبانو په نورو مهمو نظامي ځایونو د بریدونو خبر ورکړی و.

تراوسه د یاد برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.