
کابل ټيليګراف (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د افغانستان جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له طالبانو غوښتي چې د جوړجاړي شورا جوړه کړي.
هغه وویل چې په افغانستان کې اوسنی نظام مشروعیت نلري او باید د خلکو استازي په ټاکنو کې برخه واخلي.
سیاف له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړه چې د جوړجاړي شورا لخوا د استازو تر ټاګیدو وروسته به خلک له هغوی سره بیعت وکړي.
هغه د جمهوريت د سقوط اصلي لامل هم د هېواد د دفاع لپاره د اصلي عناصرو څنډې ته کول وبلل او وویل یوازې مجاهدین کولای شي چې د هېواد دفاع وکړي.
دغه جهادي مشر زیاته کړه چې په دې وروستیو کلونو کې مجاهد قوماندانان سختو کارونو ته اړ شوي.
سیاف افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې توره شپه پای ته رسېږي او روښانه راتلونکی په لاره دی.
ویل کېږي چې رسول سیاف ځینو ایراني چارواکو سره هم کتلي دي.