![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/01/GiiEnwHbAAAQ2ks-1.jpeg)
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان د ښځو کرکټ ملي لوبډلې نن پنجشنبه د اسټراليا په مېلبورن ښار کې د ښځو د بې پولې کرکټ لوبډلې پر وړاندې تمريناتي لوبه کې په اوه ویکټو ماتې ومنله.
په دغه لوبه کې شل اورونو کې افغانستان ښځینه لوبډلې ۱۰۴ منډې وکړې، چې سیالې لوبډلې د درې لوبغاړو په سوزیدو سره پوره او لوبه یې وګټله.
دغه لوبډله له درې کلن ځنډ وروسته، په جلاوطنۍ کې دا شل اوریزه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډله د طالبانو له واکمنۍ وروسته منحل شوې او هغوی ته د لوبې اجازه نه ده ورکړل شوې.
له دې سره، دغه لوبډله له افغانستانه بهر په ځانګړې توګه په اسټرالیا کې خپلو لوبو ته دوام ورکوي.