افغانستانخبرونه

طالبان وایي، روانه میاشت کې به نږدې یو نیم میلیون کارمندانو ته تنخوا ورکړو

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

وروسته له هغې چې په افغانستان کې ګڼ شمېر دولتي کارمندانو له څو میاشتو تنخوا ځنډیدو څخه شکایت وکړ، تازه د طالبانو ویاند ویلي، چې د روانې دلوې میاشتې په جریان کې به د یو میلیون او څلوېښت زره کارمندانو معاش ورکړل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د مالیې وزارت ډاډ ورکوي، چې دغه تنخواوې به د سلواغې میاشتې په جریان کې ورکړل شي.

هغه وایي، هیڅوک دې په دې اړه تشویش نه کوي او د هېواد بودیجه داخلي بنسټ لري، د بهرنیو مرستو د کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د بیې په لوړېدو سره، دې موضوع د خلکو پر خوراکي او نورو اړتیاوو هم منفي اغېزې کړي دي.

افغانستان ته د بهرنیو مرستو د بندولو پریکړه، د ډالرو د بیې د لوړېدو یو له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.