![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/01/GiiEnwHbAAAQ2ks-2.jpeg)
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د برښنا شرکت ویلي چې، په سروبي کې د دوه ویشت میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې په جدیت سره کار روان دی.
دوی نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه شرکت مشر عبدالباري عمر د ترکیې د اووه اویا شرکت له مشر براق انسال سره په دې اړه خبرې کړې دي.
دغه شرکت د دې پروژې د پرمختګ په اړه ویلي چې ډېر ژر به د دغه لمریز سب سټېشن د فعالیت شاهدان و اوسو.
افغانستان د برښنا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د خپلې انرژۍ اویا سلنه اړتیا له ګاونډیو هېوادونو څخه پوره کوي.