![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/12/کډوال.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز)
ایرانِ چارواکي وایي، د روان کال له پیل څخه مو تر اوسه څه باندې یو میلیون غیرې قانوني کډوال له ایران څخه خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي، په یاده موده کې مو یو میلیون او سل زره افغان کډوال له ایران څخه ویستلي او خپل هېواد ته مو لیږلي دي.
هغه زیاته کړه، چې له یاد شمېر کډوالو څخه ښایي ۵۰ سلنه یې بېرته ایران ته راګرځېدلي وي، خو هېواد یې نور د افغان کډوالو د کوربتوب توان نلري او د دوی د مخنیوي په موخه به بېلا بېل اقدامات ترسره کړي.
نوموړی وایي، له ایران څخه به د شپږ میلیونه بهرنیانو څخه هغه دوه میلیونه په جبري ډول وباسي، چې اسناد نلري.
ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې له کډوالو سره د مرستې لپاره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي او تر څنګ یې دغو کډوالو له ایرانیانو کاري فرصتونه هم نیولي دي.