افغانستانخبرونه

حامد کرزی: د سولې او ثبات لپاره دې ملي تفاهم ترسره شي

کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پر ملي تفاهم ټینګار وکړ.

د طالبانو له لوري پر سیاسي فعالیتونو له بندیز سره سره، حامد کرزي په کابل کې د خپل کور دننه له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

د هغه رسنیز دفتر په دې تړاو خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي حامد کرزي په یاده ناسته کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه په هېواد کې پر ملي تفاهم ټینګار کړی او افغانستان یې د‌ ټولو قومونو شریک کور ګڼلی دی.

د حامد کرزي په وینا؛ په هېواد کې ټول قومونه برابر حقونه لري.

د طالبانو د پرېکړو له مخې، کرزی د هېواد دننه او بهر هېڅ ډول سیاسي سفرونه نشي کولای او نه هم د سیاسي غونډو د ترسراوي اجازه لري.

د حامد کرزي ناستې یوازې په کابل کې د هغه تر کوره محدودې دي.

نړیوالې ټولنې او افغان سیاست‌والو په وار وار له طالبانو غوښتي چې یو ټولګډونه حکومت دې رامنځته او پر نجونو د زده‌کړو بندیزونه دې هم ختم کړي؛ خو طالبانو دغو غوښتنو ته چندان پام نه دی کړی.