خبرونهنړۍ

ټرمپ د بشر حقونو له شورا د وتلو پرېکړه کوي

کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د یوې پرېکړې به ترڅ کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو له شورا څخه ووځي.

رویټرز د سپینې ماڼۍ د سرچینو په حواله راپور ورکړی ټاکل شوې، ټرمپ نن سه شنبې ورځ د بشري حقونو له شورا د وتلو پرېکړه اعلان کړي.

د راپور له مخې، له دې پریکړې وروسته، امریکا د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې له آژانس انروا  سره هم خپلې مرستې بندوي.

دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرون واشنګټن ته سفر وکړ.

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په تېره دوره کې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووت او له فلسطینانو سره د مرستې پر اژانس انروا  یې مرستې بندې کړي وې .

د یادونې وړ ده، چې امریکا د جوبایډن د ولسمشرۍ پرمهال له دغه سازمان سره بېرته یوځای شوو.