افغانستانخبرونه

ذبیح الله مجاهد: هیچا ته د باګرام د نیولو اجازه نه ورکو

کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، باګرام هوایي ډګر د افغانانو ملکیت دی او هیچا ته یې د نیولو اجازه نه ورکوي.

ذبیح‌الله مجاهد پر اېکس یوه بحث کې ویلي، د بګرام هوايي اډه د افغانستان په واک کې ده او داسې تړون نشته چې له مخې يې ياده اډه چین یا امریکا ته وسپارل شي.

نوموړی زیاتوي چې طالبان به امریکا ته اجازه ورنکړي چې بیا د بګرام هوايي ډګر ونیسي.

‏د غه راز ذبیح الله مجاهد وایي، د بګرام هوایي اډې نیول یو خیال دی او امریکا به یې سل کالو کې هم ونه نیسي.

نوموړی زیاتوي د افغانستان ملت دې په دې برخه کې هیڅ تشویش نه کوي ځکه د ده په وينا امريکا  په دې اړه هیڅ عملي ګام نشي اخیستلای.

 مجاهد په دغه بحث کې دا هم ویلي چې په افغانستان کې پوځي تجهیزات د افغانانو دي او د افغانستان د ساتنې او دفاع لپاره ترې کار اخلي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې د بګرام هوايي ډګر د چین په لاس کې ده او په افغانستان کې خپلې پاتې وسلې به بېرته وغواړي.