
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )
کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي فراه ته د سفر په ترڅ کې ویلي د ایران د حکومت پالیسي دا ده، چې د افغانستان او ایران ترمنځ ټولې لارې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ خلاصې وې.
نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي چې اقتصادي اړیکې ورځ تر بلې زیاتې کړي او دمګړۍ په چابهار بندر کې د افغانستان د استازو د حضور لپاره کار کوي.
د بیکدلي په وینا؛ د افغانستان او ایران ترمنځ همکاري کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.