افغانستانخبرونه

د طالبانو د سرې میاشتې مشر: نړیوالې خیریه ټولنې دې د افغانانو لاسنیوی وکړي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال )          

د طالبانو د سرې میاشتې رئیس شهاب‌الدین دلاور د ای‌سي‌ار‌سي نړیوالې کمېټې له مشر سره په لېدنه کې ویلي، افغانان تازه له ناامنیو راوتلي او نړیوالې خیریه ټولنې دې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې د آی سي آر سي نړيوالې کميټې له عمومي مسٸول ښاغلي پېير کرېينبل او مل پلاوي سره وکتل.

دلاور په دغه لېدنه کې ویلي، افغانان تازه له بدبختیو او نا امنیو  څخه راوتلي چې اوس نړيوالو خیریه ټولنو ته تر بل هر وخت ښه فرصت دی؛ څو د کړېدلو افغانانو لاسنیوی وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغه لېدنه کې د سره صلیب نړیوالې کمټې مشر د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو فعاليتونو د دوام او پراختیا ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې  له افغاني سرې میاشتې سره به خپلو مرستو او ګډ کار ته دوام ورکوي.