
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د جرمني حکومت وايي، اوسمهال د هغو افغان کډوالو چې په دغه هېواد کې په جرمونو تورن شوي او يا مجرم دي د بېړني ویستلو لپاره کوم پروګرام نه لري.
د جرمني د حکومت وياند سټفن هبشتریت په برلین کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې د مجرمو افغان کډوالو د ویستلو لپاره کوم بېړنی پروګرام نه لري. هغه زیاته کړې، د جرمني حکومت د دغې پرېکړې د عملي کولو لپاره يو مناسبت وخت ته په انتظار دي چې اوس په افغانستان کې د دغې پرېکړې د عملي کولو شرايط برابر نه دي.
د جرمني خبري اژانس ډي.پي.ای په يو راپور کې ويلي وو چې په جرمني کې د افغان کډوالو له لوري د جرمونو د ډېروالي له مله دغه هېواد کې د افغان کډوالو او په ځانګړي توګه هغوی چې مجرمين دي د ويستلو پر سر ناندرۍ راپورته شوې دي.
په دې وروستيو کې د افغان کډوالو له لوري په جرمني کې د جرمونو ترسره کولو کچه لوړه شوې چې تر ټولو وروستۍ پېښه يې د تېرې پنجشنبې په ورځ په مونشین ښار کې د يو ۲۴ کلن افغان ځوان له لوري پر خلکو په قصدي ډول د موټر پورته کولو پېښه ده چې په کې ۳۶ کسان ټپيان شول. دغه افغان کډوال له ۲۰۲۶ کال راهېسې په جرمني کې ژوند کوي.
استفن هبشتریت، سخنگوی دولت آلمان، روز جمعه ۲۶ بهمنماه، در برلین گفت که در حال حاضر هیچ برنامه فوری برای اخراج مهاجران مجرم افغان وجود ندارد. به گفته سخنگوی دولت آلمان، مقامهای آلمانی پیوسته در حال بررسی شرایط لازم برای اجرای این اخراجها هستند، اما هنوز زمان دقیقی برای انجام آن مشخص نشده است.