
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال )
يو لوړ پوړي اروپايي چارواکي، ويلي چې د ټرمپ حکومت له تهران سره د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د پټو مذاکراتو د پيلولو په هڅه کې دی.
العربیه خبري شبکې په يو راپور کې د يو لوړپوړي اروپايي چارواکي له قوله چې په راپور کې يې د نوم اخېستو څخه ډډه کړې ويلي چې د ټرمپ د حکومت په تازه دوره کې د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ ډېر نرم پيغامونه ادل بدل شوي او دواړه حکومتونه د اټومي پروګرام په تړاو د پټو مذاکراتو پيل ته نږدې شوي دي.
دغه لوړپوړي اروپايي چارواکي ادعا کړې چې د ټرمپ حکومت له تهران سره د اټومي پروګرام په تړاو د پټو او نېغ په نېغه خبرو اترو په لټه کې دی.
دغه اروپايي ډيپلومات ويلي د امریکا حکومت هڅه کوي چې دا خبرې اتر د اکټوبر له پيل وړاندې او د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي هوکړه لیک د نېټې له ختمېدو سره سم پيل شي.
دغه هوکړه لیک چې په ۲۰۱۵ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال پورې شوی و، په ۲۰۱۸ کې ترې ډونالډ ټرمپ ووتلو خو اوس بیا د دغه ډول يوې هوکړې لپاره د ټرمپ حکومت تابیا نيولې ده.
دې اروپايي ديپلومات هيله څرګنده کړې که له ایران سره د امریکا يو حکومت د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته رسېږي نو هغه به د ټرمپ حکومت وي.