
کابل ټيليګراف (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورت ریاست وايي چې ۵۰ میلیونه افغانۍ به د هېواد د ملي لوبډلو لوبغاړو ته ته د “عصریې” په توګه ووېشي.
دغه ریاست نن (سېشنبه، د حوت ۱۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پیسې به د ۵۲ سپورتي فدراسیونونو ۳۷۶۷ لوبغاړو ته ورکړي.
د اعلامیې له مخې، تر اوسه د یو شمېر فدراسیونونو لوبغاړو عصریه تر لاسه کړې او نورو ته به هم ژر ورکړل شي.
په دغه اعلامیه کې ندي ویل شوي، چې هر ورزشکار ته څومره پیسې او په کوم میکانیزم ورکول کیږي.