
کابل ټيليګراف (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین د متحده ایالاتو ټولې نظامي مرستې درولي دي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي: «ولسمشر ټرمپ په روښانه توګه ویلي چې هغه پر سولې متمرکز دی، موږ اړتیا لرو چې زموږ شریکان هم دې هدف ته ژمن واوسي، موږ خپلې مرستې درو او بیاپرې کتنه کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دا د حل لارې په لور مرسته کوي.»
رویټرز لیکلي چې سپینې ماڼۍ تر اوسه په فوري توګه د دې امر تر اغېز لاندې د مرستو اندازه او د تطبیق موده په اړه څه نه دي ویلي.
د اوکراین ولسمشر ولوډیمیر زیلنسکي تر اوسه د امریکا د نظامي مرستو د درېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
خو د رویټرز د راپور له مخې، د اوکراین د پارلمان د بهرنیو اړیکو مشر ویلي: «داسې ښکاري چې ټرمپ موږ د تسلیمېدو په لور هڅوي.»
د امریکا د نظامي مرستو درېدل د ډونالډ ټرمپ او ولوډیمیر زیلنسکي ترمنځ د سپینې ماڼۍ په ناسته کې د لفظي شخړې وروسته رامنځته شوه.
په دې ناسته کې، چې د جمعې په شپه په ژوندۍ بڼه له رسنیو خپرېده، ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال جي ډي ونس پر زیلنسکي تورونه ولګول او ویې ویل چې هغه د امریکا د مرستو مننه نه کوي.
ټرمپ زیلنسکي ته دا هم وویل چې که د روسيې سره سوله ونه مني، امریکا به د دې هېواد ملاتړ پرېږدي او پرته له امریکا به د برلاسۍ کارت په لاس کې ونه لري.
ډونالډ ټرمپ له واک ته بیا رسېدو وروسته څو ځلې ویلي چې غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
تر اوسه روښانه نه ده چې د امریکا د نظامي مرستو درېدل به په جګړهځپلي میدان کې څه اغېز وکړي.