افغانستانخبرونه

ازبک او روسي چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړي

کابل ټيليګراف، کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د افغانستان لپاره د ازبېکستان ځانګړي استازي، عصمت الله اېرګاشیف د دغه هېواد لپاره د روسیې له سفیر، اولګ مالګینوف سره د افغانستان په اړه خبري کړي دي.

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې د امنیتي او نورو مسایلو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.

په دغو خبرو کې ټينګار پر دې شوی چې دواړه لوري به د افغانستان د ټولنیز- اقتصادي بیارغونې برخه کې ګډو هڅو ته هم دوام ورکوي.

سرچېنې په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.