
کابل ټيليګراف، کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال
په تخار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د زر مینځلو یوه تونل نړېدو له امله یو کارګر وژل شوی دی.
تخار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېر ماښام د کلفګان ولسوالۍ په سنجتګ کلي کې شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، یادو کسانو تونل باسه چې نړیدلی او له امله یې درې تنه ورلاندې شوي دي خو وروسته یې دوه تنه ژوندي ژغورل شوي او یو یې وژل شوی دی.