
( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پنجشیر ولایت په دوو ولسوالیو کې د واورې ښویېدو پېښه کې ۶ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
په ولایت کې د طالبانو د والي ویاند “سیف الدین لتون” وایي، د پنجشیر په درې او حصه اول ولسوالیو کې د واورو ښویېدو پېښو کې د دوه کاریګرو په ګډون شبږ تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه: د یوه کان کارګر مړی، چې د واورې ښویېدو په پیښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، تر اوسه نه دی موندل شوی.
د یادونې وړده، چې د یادې مرګ ژوبلې په ګډون په تېرو ۱۰ ورځو کې افغانستان کې د واورې، باران او سیلابونو پېښو کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.