لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله سبا له ګرینلنډ سره لوبه کوي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله  سبا د جمعې په ورځ د برازیل هېواد په کوربتوب څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې پخپله لومړۍ لوبه کې له ګرینلنډ سره لوبه ترسره کوي.

دا لوبه به د افغانستان پر وخت سبا ماسپښین یوه نیمه بجه ترسره شي.

ګرینلنډ نن سهار د برازیل پر وړاندې په سیالۍ کې د ۱۳ پر صفر ماتې خوړلې وه.

افغانستان به خپله دویمه لوبه د برازیل او وروستۍ لوبه کې د ایران سره مخامخ شي.