
( کابل ټيليګراف (کب ۱۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي: په تېرو درې میاشتو کې ۸۱ ملکي وګړي وژل شوي او لږترلږه ۱۱۱ نور ټپیان شوي دي، چې په وژل شوي کسان ۳۷ نارینه، ۸ ښځې، ۱۸ نجونې او ۱۸ هلکان شامل دي.
په دې راپور کې راغلي: دا کسان د امنیتي پېښو په پایله کې، چې د داعش بریدونه، د وسلهوالو ډلو حملې او چاودنې پکې شاملې دي، وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
را پور زیاتوي، په دې موده کې تر ټولو خونړۍ پېښه په بغلان ولایت کې د داعش له خوا پر لمونځکوونکو برید و چې ۱۱ کسان پکې ووژل شول.
راپور له مخې: په یادې مودې کې داعش ۶ بریدونه کړي چې تر ټولو مهم یې د کډوالو چارو وزارت د سرپرست وژنه وه.
یوناما وايي: په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان د سرپرست حکومت پر ضد وسلهوالو ډلو (لکه د ملي مقاومت جبهې او آزادۍ جبهې) پر طالبانو ۹۱ بریدونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو دفتر دا هم ادعا کړې: د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د خپلې واکمنۍ د ټینګولو په هڅو کې نوي ګامونه اخیستي او په قندهار کې یې د خپل مشرۍ لاندې مهمې غونډې جوړې کړې او خپل وفادار کسان یې په مهمو پوستونو ګمارلي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۲ میلیونه او ۹۰۰ زره کسان د خوړو ناامني، سوء تغذیه، اقلیمي بدلونونو او اقتصادي بېثباتۍ له امله بشري مرستو ته اړتیا لري، چې نږدې ۱۷ میلیونه یې د مرستو ترلاسه کولو لپاره لومړیتوب لري، خو دې سازمان د بشري مرستو لپاره یوازې ۳.۵ سلنه غوښتل شوی بودیجه ترلاسه کړې ده.
ملګرو ملتونو د افغانستان تېر کال اقتصادي وده ۲.۷ سلنه اعلان کړې ده.
دا راپور د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش له خوا امنیت شورا ته وړاندې شوی دی.