د اختر په ورځو کې کوم کاروبارونه کولای شو؟

لیکوال: امین ستانکزی
په کاروبارو کې پلور او خرڅلاو یو غټ امتحان وي، کاروباریان د دې لپاره خطر نه قبلوي چې زما محصولات، تولیدات او خدماتو به خلک واخلي یانه خو کله کله دا اندیښنه نه وي ځکه چې پوهیږې په مارکیټ کې تقاضا ډیره ده حتما دې تولیدات او محصولات خلک اخلي نو پدې وخت کې اقدام پکار دی، داسې فرصتونه ډېر وخت برابریږي او موږ به شاید ورته متوجه شوي اوسو، له نورو بېلګو تېریږو یوازې د اختر په شپو ورځو کې د یو څو کاروباري فرصتونو بېلګې په لاندې ډول وړاندې کوو؛
لومړی: د اختر لپاره د وچو او تازه مېوو خرڅلاو
د اختر په شپو ورځو کې خلک د خپل ځان او میلمنو لپاره مېوې اخلي او په مارکیټ کې په لوړه کچه تقاضا رامنځته کېږي، چې له کلېوالي سېمو را نیولې تر ښاري سېمو پورې ټولو ځایونو کې یې د خرڅلاو کچه لوړېږي، د دې لپاره چې خلکو ته اسانتیا وي نو ډېر وخت د کلېوالي سېمو خلک له ښاره وچه او تازه مېوه وړي او بیا یې هلته په مختلفو پاکټونو کې د وزنونو او قیمتونو په تفکیک پلوری، د دې خرڅلاو لپاره ډېرې پانګې ته اړتیا نشته یوازې د خپلې شته پانګې پر مټ هم کولای شئ، چې دا ډول خدمات وړاندې کړئ.( تازه موسمې مېوې، مڼې، مالټې، کیلې، بادام، ممیز، پسته، نخود، او داسې نور)
دویم: د ماشومانو د تیارو جوړو شویو جامو او یا رختونو خرڅلاو
معلومه خبره ده، چې خلک د خوښيو په شپو ورځو کې د خپل ځان او خپلې کورنۍ لپاره نوې جامې اخلي او د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو ډېر وخت کوشش کوي، چې د خپل توان مطابق جامې واخلي نو که چېرته تاسې په دغه برخه کې یو څه د مارکیټ پوهه ولرئ، نو کولای شئ په عمده ډول دا ډول جامې، رختونه او د رختونو پېسونه راوړئ او بیا یې د ښار، ولسوالۍ او کلي په بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې کړئ نو د دې ګټه دا ده، چې د خلکو د لوړې تقاضا له مخې یې خرڅلاو هم لوړ دی او بېرته ستاسې لګول شوې پانګه هم د ګټې سره یو ځای ډېر ژر لاسته راځي.
درېیم: د بوټانو، څپلیو او چپلکو خرڅلاو
د اختر په شپو ورځو کې له ښه او نوو جامو سره د څپلیو، بوټانو او چپلکو اړتیا هم لېدل کېږي او په لوړه کچه تقاضا ورته رامنځته کېږي، د دې برخې لپاره په لږې پانګونې سره هم موږ کولای شو، چې له اختره مخکې ورځو کې، ښه او غوره ډېزاینونه چپلکې، بوټان او څپلۍ راوړو او د خلکو د اړتیا او غوښتنې سره ورته په هماغه شکل تولیدات وړاندې کړو. دا کاروبار د ښار سربېره په کلیو کې هم ښه بازار لري او هلته هم کولای شو، چې د خلکو د غوښتنې مطابق ورته توکو عرضه کړو.
څلورم: د بیکرۍ او خوږو محصولاتو عرضه کول
په اخترونو کې د خوږو او بېکرۍ تولیداتو ته په لوړه کچه تقاضا رامنځته کېږي نو د دې لپاره، چې په لږې پانګونې سره ښه او غوره تجربه او ګټه تر لاسه کړو، کولای شو، چې په مختلفو بڼو او ذایقو سره د خلکو د غوښتنې مطابق خواږه او بیکري خدمات ورته وړاندې کړو، خلک نه یوازې د خپل ځان د اړتیا لپاره دا توکي رانیسي، بلکې د خپلو خپلوانو او په ځانګړي ډول د خورلڼو او نامزادانو لپاره د خوږو محصولات اخلي او د ډالۍ په ډول یې ورته لېږي، پدې کې سلیقه، کیفیت او نظافت باید لومړی وګڼل شي او بیا بازار ته وړاندې شي.( کیک، کلچې، مټایي، راس ګلۍ او داسې نور)
پنځم: د ماشومانو د لوبو سامان آلات او تفریحي وسایلو پلورل
کله چې موږ د کاروبارونو خبرې کوو، نو ډېر وخت به هغه کاروبارونه، چې زموږ ستاسې په شاوخوا کې وي راته ډېر نا دیده نه ښکاره کېږي او دا د کوچنیو کاروبارونو یوه ښه ځانګړنه ده، چې خلک یې ښه ګڼي او کله چې یې په اړه ورته یادونه کوي، نو هماغه وخت یې له دا ډول کاروبارونو څخه د ګټې اخیستنې یاد ذهن ته راځي همداسې د ماشومانو د لوبو سامان آلات او تفریحي وسایل مو هم حتما او حتما ذهن ته راځي، چې هر یوه د خپل ماشومتوب په دوره کې د خپلو عیدیو یوه ډېره برخه روپۍ پدې وسایلو ورکړيدي نو دا یوه اړتیا ده او په مارکیټ کې د خلکو اړتیا پلټل ښه او غوره نتیجه لري، د کوچنیانو لپاره د لوبو سامان آلات او تفریحي وسایلو خرڅلاو کولای شو په لږې پانګونې سره هم پېل کړو او ښه والی یې دا دی، چې خپله پانګه ژر او په اسانۍ سره بیرته تر لاسه کولای شئ او دا په کاروبار کې یو ښه ټکی دی.
شپږم: د انجونو د سینګار توکو، بنګړیو او فیشن شیانو خرڅلاو
کله، کله په مارکیټ کې اړتیا رامنځته کول خپله د کاروباریانو پر مټ ترسره کېږي خو ډېر وخت دا اړتیا له مخکنۍ زمینه سازۍ څخه سرچېنه اخلي دا خبره پدې معنی، چې د اختر په مناسبت ډیری پیغلوټې، انجونې او ماشومانې د سینګار توکو اخیستلو هوډ لري او زموږ ستاسې په ټولنه کې کلتوري او فرهنګي مسایل هم په مارکیټ ډېر تاثیر لري، لکه په اخترونو او نورو مناسبتونو کې خپلو ښځینوو او یا هم د ښادۍ او ښیښۍ لپاره د مراسمو په توګه د سینګار توکو تقاضا لوړېږي، چې د خسر کور خپلې نامزاد شوې جلۍ ته د جامو، ډالیو او پیسو سربېره سینګار توکي هم اخلي او دا یو فرهنګ ګرځېدلی دی نو د خرڅلاو لپاره له مخکې بستر سازي شوېده او په لږې پانګونې سره هم کولای شو، چې د خلکو اړتیا درک سره مخته لاړ شو او په ښه او نوي ډېزاینونو کې سینګارتوکي عرضه کړو.
اووم: د چاپي، قلمي او عامو نکریزو خرڅلاو
اختر د خوشحالۍ لپاره یو ښه فرصت دی او معلومه خبره ده، چې خلک پکې خوشحالي کوي او نبوي لارښوونې هم همدا دي، چې د مسلمانانو د خوشحالۍ شېبې یې همدا د اخترونو شپې ورځې ښودلي دي، نو خوشحالي چې یو څوک کوي حتما به ورته وسایل او شرایط برابروي، چې دا کار د کاروباریانو مسوولیت دی، یو له ښه کاروبارونو چې د اختر په شپو ورځو کې ښه پایله لري، د مختلفو چاپي، قلمي او عامو نکریزو خرڅلاو دی، چې د ماشومانو را نیولې تر غټانو پورې د خپل سینګار لپاره ورته اړتیا لري.
اتم: د مېوو او خوړو لپاره لوښي، مېوه دانۍ او دسترخوانونه
یو له ډېرو تقاضاوو څخه چې، د اختر په شپو ورځو کې یې خلک لري هغه د مېوو، خوړو لپاره لوښي، مېوه دانۍ او دسترخوانونه دي، نو پدې برخه کې که یو څوک پانګونه وکړي او ښه ډېزاینونه په غوره کیفیت او کم قیمت سره وړاندې کړي نو ښه خرڅلاو لري او ښه ګټه هم تر لاسه کولای شي.
نهم: د لنګوټیو، ټیکریو، خولیو، پکولونو او غاړې دستمالونو خرڅلاو
د خوښیو په شپو ورځو کې خلک کوشش کوي، چې ښه او نوي توکي واخلي نو د پورته ذکر شویو توکو لپاره هم تقاضا لوړیږي، خلک کولای شي، چې پدې برخه کې پانګونه وکړي او په لږې پانګونې سره د خلکو اړتیا ته په کتو ورباندې کار وکړي او د ښار په مختلفو ځایونو کې یې خرڅلاو ته وړاندې کړي.
لسم: د عطرونو او نورو خوشبوی خرڅلاو خدمات
د اختر په شپو ورځو کې خوشبوي او عطرونو ته خلک اړتیا لري، پدې برخه کې د لږې پانګونې سره هم کولای شو، چې د اختر لپاره د یوې وړې کراچۍ او یا لاسي بکسې سره دا کاروبار وکړو او ډېر ژر بېرته خپله پانګه د ګټې سره مل تر لاسه کړو.
یوولسم: د ډیکوریشن لپاره توکي او زینتي ګروپونو خرڅلاو
د اختر لپاره په ځېنو ځایونو (د دولتي او خصوصي ادارو، مارکیټونو، هوټلونو، دوکانونو او کورونو) کې د تزئین او ښکلا په موخه یو لړ توکو ته اړتیا پیدا کیږي، چې هغه خلکو ته پکار ده، چې پدې برخه کې پوهه او مسلکي وړتیا لري، کاروبار ترسره کړي او یا هم د نصب او لګولو خدمات وړاندې کړي، چې دا کار په لږې پانګونې سره هم کولای شي.
دولسم: د لوبو لپاره تفریحي برنامې او سرګرمۍ پروګرامونه دایرول
د ماشومانو او حتی غټانو لپاره د سرګرمۍ خدمات وړاندې کول، چې دا چاره د کلېوالي سېمو سربیره په ښارونو او بازارونو کې ښه تقاضا لري او خلکو ته د هغوی د ذوق مطابق خمات عرضه کول یې د ښې او ژر ګټې د لاسته راوړلو لامل ګرځي. ( زانګوګانې، هګۍ خوټول، نښه ویشتل، د سپورتي او جمناستیک لوبو تر سراوې او داسې نور)
دیارلسم: د اختر په ورځو کې د ځانګړو سیاحتي بستو اعلانول او د دې لپاره اسانتیاوې چمتو کول
د اختر په شپو ورځو کې زموږ هېوادوال په چکرونو وځي نو د دې لپاره، چې دې خلکو ته په ښه او منظم ډول خدمات وړاندې شي ځېنې شرکتونه او ادارې دې دا چاره په ښه او نوښتګره بڼه وړاندې کړي دا کار په افغانستان کې نوی دی او زموږ شته په زرګونه سیاحتي شرکتونه دي، د وېزو سربېره دا خدمات هم وړاندې کړي، چې په کور دننه دې د خلکو لپاره د چکر ځانګړي پیکجونه اعلان کړي او د غوره خدماتو په عرضه کولو سره دې اهسته اهسته د خپل کاروبار دې برخې ته هم ښه وده ورکړي چې ډېر ښه عاید لري او لګښتونه یې کم دي.( ځاځي اریوب پارک، نورستان، کونړ درې، بند امیر پارک، او داسې نورو ځایونو ته د چکر پیکجونه ورکول)
څوارلسم: د ټیکسې خدمات
ځېنې خلک په سختو شرایطو کې هم د کار کولو وړتیا لري او ډېر وخت د خپلې یوې مړۍ حلالې روزي لپاره د خپل ژوند ډېرې خوږې شېبې هم نه شي لمانځلی، دا زموږ د هېواد یو تریخ حقیقت دی، هغه خلک، چې د اختر په شپو ورځو کې، بې کاره کېږي او یا ورځنی مزد نه شي تر لاسه کولای نو هغوی ته پکار دي، چې د اختر شپو ورځو لپاره د ټیکسې خدمات وړاندې کړي، چې ځینې خلک یا خپلو کورونو ته ځي او یا نه غواړي، چې د اختر په شپو ورځو کې خپله ټیکسي وچلوي هغه خلک چې د اختر په ورځو کې رخصتي کوي او مخکې یې ټیکسي چلوله نو تاسې یې یوازې د اختر د ورځو لپاره ترې واخلئ یو څه به هغه ته ورکړئ او یو څه به ته واخلې، همدا کاروبار د یو څو ورځو په کولو سره ښه عاید لري او خلک د خپلو چکرونو او میلو لپاره هم اړتیا لري( د ښاري ټکسیو خدمات، د ریکشې چلول، د لویو لارو موټرواني، د باري لاریو موټرواني، د یوه ځانګړي کس او ګروپ د چکر او رسولو خدمات)
پنځلسم: د لنډمهاله انځواخیستنې او ویډیو جوړونې خدمات
د اختر په شپو ورځو کې د انځور اخیستنې او ویډیوګانو جوړولو لنډ مهاله خدمات هم وړاندې کولای شئ له کلېوالي سېمو راغلي ځوانان په پارکونو او میله ځایونو کې دې برخې ته ډېره اړتیا لري، نه یوازې کلېوالي سېمو خلک بلکې د ښارونو خلک او په ځانګړي ډول ماشومان هم د خپلو مشرانو سره یو ځای میله ځایونو ته راځي او یادګاري انځورونه اخلي( په پارکونو کې عکس اخیستل، د میله ځایونو انځور او ویډیوګانې اخیستل، د کامرو په کرایه ورکول، د میله ځایونو په ساحه کې د خپل یوټیوب چینل لپاره د ډرون او نورو پرمختللو کامرو پر مټ ویډګانې جوړل او یا یې خرڅلاو)
په پاېله کې ویلی شو، چې پورته کاروبارونه په داسې ډول دي، چې لږه سرمایه مو پکې لګیږي، ژر بېرته خپله سرمایه لاسته راوړلی شئ او تقریبا تاوان نه لري، ډیره سرګرداني هم نه غواړي که نور هیڅ نه وي یو څه جیب خرچ خو به مو پیدا کړی وي او یوه ښه تجربه به مو د راتلونکې لپاره شوي وي، د دې پورته ذکر شویو کاروبارونو د پېلولو لپاره ځکه یادونه کوو، هم زموږ هېوادوال یو څه ګټه ترلاسه کړي او تر ټولو مهمه خبر دا ده، چې په راتلونکې کې د یوه دایمي کاروبار د پېلولو لپاره یو هوډ ولري او د تجربې په تر لاسه کولو کې په راتلونکې کې د یوه مستحکم او پایداره کاروبارو څښتن و اوسي.