خبرونهنړۍ

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ درې خبریالان او شپږ فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د غزې شمالي ښار بیت لاهیا کې د اسراییلو د هوایي برید له امله د درېیو سیمه‌ییزو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي شوي.

یادې څرګندونې رویټرز په یوه راپور کې کړي دی.

بیت لاهیا، چې د غزې په شمال کې موقعیت لري، د اسراییلي پوځ د هدفي بریدونو شاهد پاتې شوی، خصوصاً د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، کله چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه شدیده شوه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه (CPJ) او نورې نړیوالې ادارې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي چې خبریالان د بریدونو هدف ونه ګرځوي او د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي.

دغه برید په داسې حال کې کېږي، چې قاهره کې د حماس او اسراییلو تر منځ د اوربند خبرې روانې دي او  لا هم دغه کړکېچ ته د حل لار نه ده موندل شوې.